افغان هوایي ځواک خپل لومړنی د لېزر په وسیله رهبري شوی بم په فراه کې پر طالبانو وغورځاوه

سلام ټایمز

کابل -- د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د سې شنبې په ورځ /د وري ۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي ځواک په لومړي ځل تېره اونۍ په فراه ولایت کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو پر یوه پټنځای د لېزر په وسیله رهبري شوی یو بم وغورځاوه.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د وري په ۲ مه، افغان هوایي ځواک A-29 ډلګۍ ته وظیفه ورکړه چې په فراه کې د طالبانو یو مرکز ویجاړ کړي.افغان بریدګرو پیلوټانو رهبري شوي او غیر رهبري شوي دواړه ډوله بمونه لرل،‌ او دا یې انتخاب کړه چې څنګ ته د نور تخریب د مخنیوي لپاره د GBU-58 د لېزر په وسیله رهبري شوی بم وکاروي،»

اعلامیه وایي، چې هوایي ځواک دا غوره وګڼله چې د لېزر په وسیله د رهبري شوې لا ډېرې دقیقې ټکنالوجۍ څخه استفاده وکړي ځکه چې د هدف موقعیت له ملکي خلکو سره نژدې وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500