طالبانو په هرات کې د ښوونځي تښتول شوی ښوونکی وواژه

سلام ټایمز

هرات -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د وري ۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د ښوونځي د هغو ۵ ښوونکیو له ډلې څخه، چې هغوی د پنجشنبې په ورځ /د وري ۹ مه/ په هرات ولایت کې تښتولي ول، یو ښوونکی وواژه.

د والي د ویاند جېلاني فرهاد په وینا، طالبانو دغه ښوونکي د شینډنډ ولسوالۍ له یوه کلي څخه وتښتول.

جېلاني وویل، اورپکو د ښوونکیو له ډلې څخه یو تن د هماغې ورځې په وروستیو کې وواژه، او زیاته یې کړه چې د نورو ښوونکیو د ځای ځایګي په هکله معلومات نشته.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د جمعې په ورځ د وژل شوي ښوونکي یو عکس خپور کړ چې د هغه له تښتولو څخه مخکې په دغه ولایت کې د یوه احتجاج په حال کې ښکاري.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500