جوزجان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳ مه/ راپور ورکړ، چې په جوزجان کې د داعش د ترهګرې ډلې یو جیګپوړی مشر د سولې پروسې سره یوځای شو.
د ولایت امنیه قوماندان عبدالحفیظ خاشي وویل، د نعمت الله په نامه د داعش مشر او درې نورو یاغیانو په درزاب ولسوالۍ کې تاوتریخوالی پای ته ورساوه.
د خاشي په وینا، نعمت الله پخوا د یادې ډلې د یوه محبس مشر او په نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.