هرات -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ملي پولیسو په هرات ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو لوی مستخدم ونیو.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مشکوک کس، چې د ملا اختر په نامه یاد شوی، د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ په غوریان ولسوالۍ کې ونیول شو.
اعلامیه لیکي، «ملا اختر د یادې ډلې استخداموونکی وو،» او زیاتوي چې هغه په دغه ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو په تنظیمولو او ترسره کولو کې یو «مهم رول» درلود.