جوزجان -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان هوایي ځواک په جوزجان ولایت کې په هوایي بریدونو کې د داعش لږ تر لږه ۱۰ تنه ترهګر ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه د درزاب ولسوالۍ په قزل قشلاق، دریاخانه او پسته بازار سیمو کې وشول.
ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ وویل، دا هوایي بریدونه وروسته له هغه وشول چې د داعش اورپکو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ ناوخته په درزاب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو باندې برید وکړ.