امنیتي ځواکونو په لښکرګاه کې احتمالي بمي برید شنډ کړ

سلام ټایمز

لښکرګاه -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په لښکرګاه کې یو احتمالي بمي برید شنډ کړ.

د ځایي چارواکو په وینا، استخباراتي منسوبینو یو موټرسایکل، چې چاودېدونکي توکي په کې لګېدلي ول، د پولیسو په ۷ مه حوزه کې د صرافۍ په یوه مارکېټ کې کشف کړ.

چارواکو وویل، اورپکو د ښار یوه ګڼه سیمه په نښه کوله.‌

دا وروستۍ پېښه وروسته له هغه مخې ته راځي چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د وري په ۳ مه په لښکرګاه کې له یوه لوبغالي څخه بهر لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژلاو د طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد روانې مظاهرې یې راوپارولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500