ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۴ تنه اورپکي ووژل.
د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه هوایي برید، چې د ځمکنیو عملیاتو ملاتړ یې کاوه، د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴ مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یاد ترهګر ووژل.
د اعلامیې په اساس، وژل شوي کسان د داعش یوه محلي قوماندان ابوعلي ته وفادار ول.