د ملي امنیت ریاست په ګردېز کې یو مشکوک احتمالي ځانمرګی بمي بریدګر ونیو

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې د حقاني شبکې یو احتمالي ځانمرګی بمي بریدګر ونیو.‌

د استخباراتو ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، د ملي امنیت د ریاست منسوبینو مشکوک کس، چې د ملي امنیت ریاست د رضاخان په نامه یاد کړی او وایي چې د وفادار په نامه مشهور دی، د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ونیو.

د اعلامیې په اساس، مشکوک کس اعتراف کړی چې پلان یې درلود په ګردېز کې یو ځانمرګی برید وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500