طالبانو د افغان امنیتي عملیاتو په ځواب کې په لوګر کې ښوونځي بند کړل

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د وري ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د دې اونۍ په لومړیو کې د حکومتي ځواکونو له خوا له یوه برید څخه وروسته د غچ په توګه په لوګر ولایت کې لسګونه ښوونځي بند کړل.

د والي ویاند سلیم صالح وویل، افغان ځواکونو په چرخ ولسوالۍ کې په اورپکو باندې برید وکړ او ګڼ شمېر کسان یې په کې ووژل.

سلیم وویل، «طالبانو په چرخ ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو له خوا په شپنیو عملیاتو کې د هغوی د یوه قوماندان له وژلو څخه وروسته د ۱۰ لېسو په شمول ۳۰ ښوونځي بند کړل،»

هغه وویل، اورپکي د ۲۵۰۰ نجونو په شمول تر ۱۲۰۰۰ پورې زده کوونکي له زده کړو څخه محروموي.

هغه زیاته کړه، ځایي چارواکي له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره تماس نیسي چې راتلونکې اونۍ د ښوونځیو په بېرته پرانستلو کې د هغوی مرسته وغواړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500