ملا ضعیف وایي، پاکستان په افغان طالبانو باندې فشار زیات کړی دی

سلام ټایمز

اسلام اباد -- ډیلي ټایمز د دوشنبې په ورځ /د اپریل ۹ مه/ د پاکستان لپاره د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله راپور ورکړ، چې پاکستان هڅه کوي چې په طالبانو باندې فشار واچوي چې په افغانستان کې د سولې پروسې سره یوځای شي.

ضعیف، چې په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو په مؤسسینو کې وو، په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د جنګ له پیلېدلو څخه مخکې په اسلام اباد کې د یادې ډلې سفیر وو.

ضعیف د ټیلیفون له لارې پاکستانۍ ورځپاڼې ته وویل، «پاکستان په طالبانو باندې فشار زیات کړی، خو هغوی به هغه څه وه نه کړي چې پاکستان یې غواړي،»

هغه وویل، «پاکستان په داسې حال کې یو شمېر جیګپوړي طالب مشران توقیف کړي چې په سیمه کې د دې لپاره هڅې زیاتېږي چې طالبان دې ته وهڅوي چې د مذاکراتو مېز ته راشي،»

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ /د اپریل ۶ مه/ له کابل څخه د هغه د لیدنې په ترڅ کې د سولې لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني نوی پلان وستایه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500