په پکتیا کې اورپکی په خپلو چاودېدونکو موادو ووژل شو

سلام ټایمز

پکتیا -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د دوشنبې په ورځ /د اپریل ۹ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې لږ تر لږه یو اورپکی هغه وخت ووژل شو او درې نور ټپیان شول، چې هغه چاودېدونکي مواد چې هغوی په پکتیا ولایت کې ځای پرځای کول، له وخت نه مخکې وچاودېدل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په آریوب ځاځي ولسوالۍ کې د هغې په انتقالوونکیو باندې وچاودېدله.

افغان چارواکو وژل شوی اورپکی د محمد ولي په نامه یاد کړی دی.‌

د اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو درې نورې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې په پکتیا او میدان وردک ولایتونو کې شنډې کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500