کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۰ تنه اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې هوایي او ځمکنیو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه په ۱۳ ولایتونو کې اورپکي وویشتل.
اعلامیه وایي،په وژل شویو کې په جوزجان ولایت کې یو فرانسوی اورپکی او په زابل ولایت کې د طالبانو یو قوماندان ملا نعیم هم شامل دي.