د طالبانو له خوا په غزني کې د ولسوال له وژنې څخه وروسته عسکرو انتقام واخیست

ای اېف پي

غزني -- افغان ځواکونو وروسته له هغه په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو سره ځواب ورکړ چې په غزني ولایت کې د طالبانو یوه برید د یوه ولسوال په شمول لږ تر لږه ۷ تنه حکومتي مامورین ووژل.

چارواکو وویل، طالب اورپکو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۳ مه/ سهار د وخته په خواجه عمري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ په ودانۍ برید وکړ.

د والي ویاند محمد عارف نوري ای اېف پي ته وویل، ولسوال علي شمس دوست او ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول او ۱۰ تنه د استخباراتو افسران ټپيان شول.

ځایي رسنیو د نوري له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو وروسته د پنجشنبې په ورځ په ځواب کې هوایي او ځمکنی تعرض پیل کړ، چې لږ تر لږه ۳۸ تنه اورپکي یې ووژل او ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني ای اېف پي ته وویل، چې ودانۍ ته د ورختلو لپاره اورپکو له زینې څخه کار اخیستی وو، او د مړو شمېر یې ۱۳ تنه یاد کړ. هغه زیاته کړه، چې په لسګونو طالبان ووژل شول.

افغان چارواکي اکثر وختونه له یوه برید څخه سمدلاسه وروسته یو له بل سره په توپیر د تلفاتو شمېرې ورکوي.

محسني زیاته کړه، «برید پای ته رسېدلی، او وروسته له هغه چې ملاتړي ځواکونو صحنې ته ورسېدل ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده،»

طالبانو ژورنالستانو ته د وټس آپ له لارې لېږلي یوه پیغام کې د برید مسؤلیت اخیستی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500