طالبانو په انتخاباتو کې د برخه اخیستنې لپاره د غني غوښتنه رد کړه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې طالبانو د یکشنبې په شپه /د وري ۲۶ مه/ د ولسمشر غني دا غوښتنه، چې د اورپکو ګروپ دې په راروانو پارلماني انتخاباتو کې برخه واخلي، رد کړه.

طالبانو همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل چې له انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي، بایکاټ وکړي.

د طالبانو اعلامیه وروسته له هغه مخته راغله چې غني د شنبې په ورځ /د وري ۲۵ مه/ په کابل کې د رایه اچوونکیو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه. هغه چې په دې مناسبت یې خبرې کولې، له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې خبرې تعقیب کړياو د یوه سیاسي ګروپ په توګه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې مقامات هیله لري چې د راتلونکیو دوه میاشتو په ترڅ کې به تر ۱۴ میلیونو پورې افغان اتباع د رایه اچونې له ۷۰۰۰ څخه په ډېرو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي. دغه انتخابات په پیل کې د ۱۳۹۴ د تلې په میاشت کې په پام کې نیول شوي ول، خو د امنیتي اندېښنو له امله وځنډول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500