کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۹ مه/ د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت کې یو احتمالي بمي برید شنډ کړ.
د افغان ملي پولیسو په وینا، مقاماتو په چار اسیاب ولسوالۍ کې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله کشف کړه.
افغان ملي پولیسو زیاته کړه، چې منسوبینو دغه بم شنډ کړ.
یوې اورپکې ډلې هم سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.