هلمند -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د وري ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۹ مه/ په هلمند ولایت کې د طالبانو یو تش په نامه ولسوال ونیو.
د والي دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو د واشېر ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال په لښګرګاه کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیو.
د اعلامیې په اساس، نبي د لومړنیو پلټنو په ترڅ کې اعتراف کړی چې هغه د واشېر ولسوالۍ په بېشران کلي کې د یاغیانو د یوه قوي ۱۰ کسیز ګروپ چې د «کامل» په نامه یادېده او په شاپېشته سیمه کې د یوه ۱۰ کسیز ګروپ لارښوونه کوله.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.