په ننګرهار کې د سړک د غاړې بم ۵ ملکي کسان ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه د سړک د غاړې بم د جمعې په ورځ /د وري ۳۱ مه/ په ننګرهار ولایت کې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۵ ملکي کسان ووژل او ۶ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې یو موټر چې قربانیان یې وړل، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې په یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله باندې وخوت.‌

چاودنې ۴ ماشومان او ۲ ښځې ټپیان کړل.‌

هېڅ اورپکې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500