د جوزجان اوسېدونکي د طالبانو پر ضد 'د خلکو د سولې حرکت' سره یوځای شول

سلام ټایمز

جوزجان -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د وري ۳۱ مه/ راپور ورکړچې د جوزجان ولایت اوسېدونکيو «د خلکو د سولې د حرکت» په لړ کې پرلت وواهه

د هلمند ولایت په لسګونو اوسېدونکیو د وري په ۴ مه، یوه ورځ وروسته له هغه، چې یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، په ښار کې له سټیډیم څخه بهر چاودنه وکړه، په لښکرګاه کې په یوه پرلت سره دغه حرکت پیل کړ. په چاودنه کې ۱۷ تنه ملکي خلک ووژل شول او ۵۵ تنه نور ټپیان شول.‌

د دغو احتجاجونو،‌چې په ټول هېواد کې خپاره شويهدف دا دی چې په طالبانو فشار راوړي چې سوله وکړي او د ملکي خلکو وژل ودروي.

په جوزجان کې د پرلت یوه برخه وال فعال غلام علي وویل، «مونږ غواړو چې په دې حرکت سره د هلمند د اوسېدونکیو ملاتړ وکړو. خلک سولې ته اړتیا لري،»

یوې بلې فعالې شګوفې آورین وویل، «زمونږ هدف دا دی چې مونږ سوله غواړو. خلک له جنګ نه ستړي دي. د دې ناستې له لارې، مونږ غواړو چې د وسله والو مخالفینو په ګروپونو باندې غږ وکړو چې جنګ بس کړي او [د ملکیانو] وژنې ودروي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500