هلمند -- د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموریت یکشنبه /د غوایي ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د تېرې میاشتې په وروستیو کې په هلمند ولایت کې د خواوشا ۸۷۰ میلیونو افغانیو (۱۲.۶ ملیونه امریکایي ډالره) په ارزښت د طالبانو نشه ییز توکي ونیول.
د اعلامیې په اساس، د ځانګړیو عملیاتو د ۷م کنډک کمانډوز، چې د افغان هوایي ځواک ۷۷۷م ځانګړي ماموریت ملاتړ ورسره وو، د وري په ۲۲- ۲۳مه په هلمند ولایت کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د تولید د مرکز پر ضد د شپې له مخې برید وکړ.
په اعلامیه کې راغلي، عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۵ جنګیالي ونیول.
د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، «د دې په څېر عملیات، چې ښایي یو کال پخوا نه وای ترسره شوي، د افغان کمانډوز ډېرېدونکې وړتیاوې ښیي،»
هغه وویل،«دا بریا په طالبانو باندې ډېرېدونکی پوځي فشار ښیي. هغه ګټه نشي کولی،»