طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، او د سولې غوښتنې یې رد کړې

ای اېف پي

کابل -- طالب اورپکو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، او دغې ډلې په څرګنده د افغان حکومت له خوا د سولې د خبرو وړاندیز رد کړ.

د کال پسرلني عملیات د دود له مخې د تش په نامه جنګي موسم پیل په ګوته کوي، په داسې حال کې چې په دې ژمي کېطالبانو د بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکړاوډېرو ملکي خلکو خپل په کې ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان تر ټولو لوی اورپکی ګروپ تر فشار لاندې وو چې د ولسمشر اشرف غني د کب د میاشتې د سولې د خبرو وړاندیز ومني،خو په دې اعلامیه کې د یاد وړاندیز په هکله څه نه دي ویل شوي.‌

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د طالبانو اعلان د «پروپاګند» په توګه رد کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500