پل علم -- طالب وسله والو سړیو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۶ مه/ په لوګر ولایت کې د والي مرستیال وواژه. دغې ډلې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره په هېواد کې یو شمېر بریدونه پیل کړي دي.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ای اېف پي ته وویل، د لوګر د والي مرستیال قمرالدین شکېب، د هغه دوه ساتونکي او یو بل سړی هغه وخت، چې د افغانستان پلازمېنې ته یې په موټر کې سفر کاوه، په کمین واوښتل.
په دغه برید کې، چې طالبانو یې مسؤلیت اخیستی، د لوګر د والي ویاند او د ولایت د استیناف محکمې رییس ټپیان شوي دي.