په ننګرهار کې د سړک د غاړې بم د ولایتي شورا غړی ټپي کړ

سلام ټایمز

ننګرهار -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د سړک د غاړې یوه بم د سې شنبې په ورځ وختي /د غوایي ۱۱مه/ د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی ټپي کړ او د هغه یو ساتونکی یې وواژه.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د افتخار مومند په موټر هغه وخت چاودنه وشوه چې په کامه ولسوالۍ کې په یوه ماین وخوت.‌

خوګیاڼي وویل، «د هغه له ساتونکو څخه یو تن ووژل شو... او یو بل ټپي شو،»

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500