د ایتلاف هوایي برید په ننګرهار کې د داعش ۲ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار-- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د غوایي ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۲ تنه اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې هوایي برید د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۳مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وشو.

د اعلامیې په اساس، له دې جلا، پولیسو په خوګیاڼو او کامه ولسوالیو کې د عرادې ضد دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500