پولیسو په کابل کې احتمالي ځانمرګی برید شنډ کړ

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې غوښتل یې د وروستیو بریدونو د قربانیانو لپاره د وینې ورکولو مرکز په نښه کړي، د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۷ مه/ د پولیسو له خوا له پېژندل کېدلو څخه وروسته ځان ته چاودنه ورکړه، خو بل چا ته یې څه تلفات ور وانه ړول.‌

شنډ شوی برید پوره یوه اونۍ وروسته له هغه وشو چې د افغانستان په پلازمېنه کې دوه غبرګو بریدونو د ۹ ژورنالستانو په شمول ۲۵ کسان ووژل.‌

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ای اېف پي ته وویل، ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان وروسته له هغه وچاوه چې پولیسو د کابل په زړه کې د شهرنو پارک په سیمه کې په نښه کړ او ډزې یې پرې وکړې.‌

ستانکزي وویل، بمي بریدګر هڅه کوله چې د وینې د ورکولو یوه موقت مرکز ته، چې په دغه پارک کې جوړ شوی وو، ځان ورسوي.‌

هغه زیاته کړه، «بریدګر ووژل شو. بل چاته هېڅ تلفات ور وانه وښتل،»

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د دوشنبې په ورځ د پارلمان غړو ته وویل، «دښمن هره ورځ خپل تکتیکونه بدلوي؛ مونږ هم هڅه کوو چې خپل تکتیکونه منظم او بدل کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500