ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش یو مشکوک مهم مشر ونیو.
په اعلامیه کې راغلي، مشکوک کس، چې د جاوېد په نامه یاد شوی، په ټول ولایت کې د ترهګرې ډلې لپاره د پیسو راټولولو مسؤل وو.
اعلامیه زیاتوي، جاوېد په وروستیو وختونو کې په دغه موقف کار ته ګومارل شوی وو.