امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش مشکوک تمویلوونکی ونیو

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش یو مشکوک مهم مشر ونیو.

په اعلامیه کې راغلي، مشکوک کس، چې د جاوېد په نامه یاد شوی، په ټول ولایت کې د ترهګرې ډلې لپاره د پیسو راټولولو مسؤل وو.

اعلامیه زیاتوي، جاوېد په وروستیو وختونو کې په دغه موقف کار ته ګومارل شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500