کابل -- د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې وویل، د ۶.۲ درجو یو قوي زلزلې د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹ مه/ د افغانستان شمالي برخې ولړزولې، چې ټکانونه یې د پاکستان تر اسلام اباد، او د تاجکستان تر دوشنبې پورې خپاره شول.
د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې وویل، زلزله په ځایي وخت د ماسپښین په ۳:۱۰ بجو له افغان - تاجک سرحد سره نژدې د هندوکوش په غرونو کې ۱۱۱ کیلومتره ژوره پیل شوه.
دا د چارشنبې په ورځ دویمه زلزله وه چې افغانستان یې وښوراوه.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د وزارت ویاند محمد عمر محمدي وویل، د زلزلې ټکانونه د زلزلې په مخکې د پراته هېواد په «ډېرو برخو» کې احساس شول.
د بدخشان له شمال ختیځ ولایت څخه، چې د زلزلې مرکز په کې واقع وو، د سملاسي ویجاړي یا تلفاتو راپورونه نه دي راغلي.
محمدي وویل، خو په خوست ولایت کې دوه ماشومان هغه وخت ټپیان شول چې د یوه کور چت راولوېد.