کابل -- د روغتیا وزرات د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۰ مه/ وویل، چې په کابل کې د پولیسو په ماموریتونو د ښکاره همغږو بریدونو د مړو شمېر ۱۰ ته ورسید.
وزارت وویل، چې د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ په پلازمېنه کې په څو ساعته اوږدو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان هم شول.طالبانو او داعش هر یوه د یوه یوه برید مسؤولیت پر غاړه واخیست.
خو د افغانستان د استخباراتو ادارې (د ملي امنیت ریاست) د دواړو پېښو مسؤولیت د طالبانو په حقاني شبکې او پاکستاني اورپکي ډلې لشکرطیبه باندې اچولی دی.
طالبانو وویل، چې د شهرنو په سیمه کې د پولیسو د یوه ماموریت مخې ته برید د افغانستان په شمال کې د وري په ۱۳ مه د طالبانو په یوه مرکز کې په روانه غونډه د افغان هوایي ځواک د یوه برید انتقام وو.
په هغې سیمه کې، چې د شیعه ګانو شمېر په کې زیات دی، د پولیسو په یوه ماموریت د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.