د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې وخت اوږد کړ

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۱ مه/ وویل،‌چې د تلې په ۲۸ مه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رایه ورکولو لپاره د افغانانو د نوم لیکنې ضرب الاجل اوږد شو.‌

د ډېرو ځنډېدلو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه د وري په ۲۵ مه پیل شوه او اصلاً په پام کې وه چې د غبرګولي په وروستیو کې پای ته ورسېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ای اېف پي ته وویل، تر پنجشنبې /د غوایي ۲۰ مې/، یوازې له ۱.۵ میلیونو لویانو څخه لږ ډېرو د رایه ورکولو لپاره نومونه لیکلي وو -- او هغه هیله وکړه چې د ۱۴ میلیونو پاتې برخه خلک به د دوه میاشتنۍ پروسې په ترڅ کې خپل نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د فیصلې په هکله د کوم دلیل له بیانولو څخه پرته په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې پروسه د یوې بلې میاشتې پورې غزولې ده،»

په ورته وخت کې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې اوس رایه ورکوونکي کولی شي چې د نوم لیکنې لپاره د خپلې تذکرې یوه کاپي وکاروي.‌

کتونکیو اندېښنه ښودلې وه چې د رایه ورکوونکیو په تذکرو باندې د نوم لیکنې پر وخت د سټېکر لګول کولی شي چې هغوی په نا ارامو ولسوالیو کې له خطر سره مخامخ کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، اوس به چارواکي سټېکر د تذکرې په کاپۍ باندې ولګوي، خو رایه ورکوونکي به بیا هم مجبور وي‌ چې د رایې ورکولو پر وخت خپله اصلي تذکره له ځان سره ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500