ولسمشر غني او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د امنیت او انتخاباتو په هکله خبرې وکړې

سلام ټایمز

کابل -- د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۰ مه/ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټیل سره په کابل کې ولیدل او د امنیت په هکله یې خبرې اترې وکړې.‌

هغوی د جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، امنیت او د دفاعي سکتور د ریفورمونو او د راروانو پارلماني انتخاباتو په هکله خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې ووټېل ژمنه وکړه چې له افغانستان سره د انتخاباتو پر وخت د امنیت برابرولو کې مرسته وکړي. په پام کې ده چې دا انتخابات د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.

ووټېل، چې د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۱ مه/ یې د تاجکستان له مرکز دوشنبې څخه خبرې کولې، وویل چې طالبان باید د غني «ډېر سخاوتمندانه وړاندیز» ومني، او زیاته یې کړه چېدغه د اورپکو ډله نشي کولی چې د جګړې له لارې بریا ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500