د درې هېوادونو دیني عالمانو په جاکارتا کې سره وکتل، او په طالبانو یې زور واچاوه چې د سولې لاره ونیسي

سلام ټایمز

جاکارتا -- د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمانو د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۱ مه/ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې سره ولیدل، او په طالبانو یې غږ وکړ چې د ولسمشرغني د سولې د خبرو وړاندیز ومني. دا خبر د غونډې د برخه والو له خوا په یوه ګډه اعلامیه کې خپور شو.‌

غنيد کب په میاشت کې یو د سولې پلان اعلان کړچې له مخې یې کېدای شي طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه ومنل شي. خو طالبانو د غوایي په ۵ مهپسرلني عملیات پیل کړل او په ښکاره یې دغه پلان رد کړ.

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ علما، په دې توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وړاندیز، چې د ولسمشر غني له خوا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د کابل د سولې پروسه کې اعلان شو، ستاینه او ملاتړ کوو،»

پاکستاني دیني عالمانو، د طالبانو دا غوښتنه، چې د وري په میاشت کې یې کړې وه چې پاکستان دې خپل هیئت نه لېږي، رد کړه، او په غونډه کې یې برخه واخیسته.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500