ګډ عمل پلان د افغانستان - پاکستان د همکارۍ لپاره نوی چوکاټ برابروي

سلام ټایمز

اسلام اباد -- ډان راپور ورکړ،‌ چې پاکستان او افغانستان د دوشنبې په ورځ‌ /د غوایي ۲۴ مه/ د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان، یو نوی کاري چوکاټ، پیل کړ.‌

د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو یوې ګډې اعلامیې وویل، «دواړو خواوو په دې هوکړه وکړه چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل د پلان مؤثر او مکمل تطبیق به د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د سولې، ثبات، نېکمرغۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو د پرمختګ په برخه کې شریک هدفونه ترسره کړي،»

پاکستان او افغانستان د دغه چوکاټ لپاره په ۷ اساساتو باندې هوکړه وکړه.‌

دواړه هېوادونه به هر یوه هېواد ته د امنیتي ګواښونو پر ضد لاس په کار کېږي،‌ نه به پرېږدي چې خاوره یې د دولت ضد عناصرو له خوا وکارول شي او د سرحد په سر د سرغړونو مخه به نیسي.‌

په ورته وخت کې،‌ هېوادونو وویل چې هغوی به د ارتباطي چارواکو له لارې په ګډه هوکړه شوي کارونه تطبیقوي، یو د بل د ملامتولو مخه به نیسي او پرځای به یې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان له میکانیزمونو څخه په استفادې سره اندېښنې له منځه وړي،‌ کاري ګروپونه او د ضروري همکارۍ میکانیزمونه به جوړوي.‌

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان د برخې په توګه، پاکستان ژمنه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د هڅو ملاتړ به کوي.‌

اوس شپږ کاري ګروپونه کار کوي، چې هغه چې امنیت او استخباراتي چاري پوښي، هم په کې شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500