کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /دغوایي ۲۶ مه/ د هغو ملکي خلکو او په ځانګړې توګه ماشومانو له کورنیو څخه بخښنه وغوښته چې په ازاده فضا کې په هغو مراسمو کې، چې تېره میاشت د طالبانو مشرانو په کې برخه اخیستې وه،د هېواد د هوایي ځواک په برید کې ووژل شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د غوایي په ۱۷مه په یوه خپاره کړي راپور کې وویل، چې د وري د ۱۳مې برید، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې -- چې په کندوز ولایت کې د طالبانو لوی مرکز بلل کیږي -- په داسې مراسمو وشو چې په سلګونو سړیو او هلکانو په کې برخه اخیستې وه د ۳۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ افغانان ووژل.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې غني د چارشنبې په ورځ له کورنیو او محلي مشرانو سره په کتنه کې له هغوی څخه بخښنه وغوښته.
د اعلامیې په اساس، هغه وویل، «د فتنه ګرو او یوه قانوني حکومت تر منځ فرق دا دی چې یو قانوني حکومت د شویو غلطیو له امله بخښنه غواړي،»
هغه ژمنه وکړه چې حکومت به کورنیو ته غرامت ورکړي او د قربانیانو په یاد به یو څلی او د سیمې لپاره به یو جومات جوړ کړي.