امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش د جلب او جذب یو مشکوک مشر ونیو

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۷ مه/ د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ،‌ چې د هغوی منسوبینو په کابل کې د داعش د ترهګرې ډلې د جلب او جذب یو مشکوک مشر ونیو.

د ملي امنیت د ریاست د یوې اعلامیې په اساس، مشکوک شخص، چې د عبدالمیهن په نامه یاد شوی، د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې ونیول شو.‌

مقاماتو له میهن سره یو بل مشکوک کس هم نیولی دی.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې د ترهګرې ډلې لپاره په جلب او جذب سربېره، مشکوکو کسانو ته وظیفه ورکړل شوې وه چې له جلال اباد څخه کابل ته د داعش د غړو کورنۍ را انتقال کړي، او بیا یې جوزجان ولایت ته ورسوي، خو د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د هغوی پلانونه مات کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500