وسله والو کسانو ۵ ماین پاکوونکي چې په کندهار کې یې د تاپي پروژې لپاره کار کاوه وژلي دي

سلام ټایمز

کندهار -- طلوع نیوز د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې ناپېژاندو وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳۱ مه/ په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۵ تنه ماین پاکان ووژل.

کارکوونکو په میوند کې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې پاکولې چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګازو د پایپ لین پروژې د جوړولو لپاره لاره هواره کړي چې په یوه کمین واوښتل.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، چې وسله والو سړیو یو تن ماین پاکوونکی ورسره تښتولی دی.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو رازق مسؤلیت پر طالبانو ور واچاوه.‌

تر دې مخکې، په کب او غويي میاشتو کې د طالب اورپکو دوه جلا جلا ګروپونه په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول،او ویې ویل چې ایران هغوی ته حکم کړی وو چې په تاپي پایپ لین باندې برید وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو باید د خپلو خبرونو د خپرولو پر وخت ډېر پام وکړئ.‌ د مثال په توګه، په یوه راپور کې، چې د ۱۳۹۷ د غوایي په ۳۱ مه خپور شو، تاسو لیکلي وو چې وسله والو سړیو په ننګرهار کې ۵ ماین پاکان وژلي دي، په داسې حال کې چې هغه ماین پاکان اصلاً په کندهار کې وژل شوي ول.‌ زه هیله لرم چې ستاسو کارمندان به په عمومي توګه په راتلونکي کې ډېر پام وکړي.‌

ځواب ورکړئ