ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه طالب اورپکي په ننګرهار کې په خپل مشر وسله ور واړوله او د یوې ښکاره داخلي شخړې له امله یې وواژه.
په اعلامیه کې راغلي، مشر چې، د ملک جیپوړ په نامه یاد شوی، د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۷ مه/ په شېرزادو ولسوالۍ کې ووژل شو.
د اعلامیې په اساس، جیپوړ په دې مشهور وو چې په ولسوالۍ کې به یې له ځایي خلکو څخه په زور عشر او زکات ټولاوه او چا به چې نه ورکول هغه به یې واهه.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا یوه ښه او معلوماتي پاڼه ده. ستاسو د ښکلې صفحې له امله مننه.
ځواب ورکړئ1 تبصره