متحده ایالاتو تایید کړه چې د ایتلاف برید په هلمند کې د طالبانو ۵۰ مشران ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ د متحده ایالاتو د پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه راکټي توپچي برید تېره اونۍ په جنوبي ولایت هلمند کې د طالبانو لږ تر لږه ۵۰ تنه جیګپوړي مشران ووژل.

د ایتلاف یوه ویاند ډګرمن مارتین او ډنل وویل، چې د راکټ وارولو یوه مجهز سیستم (HIMARS)، چې کولی شي د جي پي اېس په وسیله رهبري شوي راکټونه وار کړي، د قوماندې او کنټرول یو مرکز، چې د طالبانو د مشرانو د کتنو یو مشهور ځای وو، وویشت او ویجاړ یې کړ.‌

هغه وویل، په غټ شمېر کې د مشرانو وژل او د بریدونو لپاره په پلان جوړونه کې د هغوی ښکېلتیا په دې معنی ده چې د HIMARS د برید تاثیر «به له هلمند ولایت څخه بهر احساس شي،»

په افغانستان کې امریکایي ځواکونو تېره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د غبرګولي په ۳ مه یې په موسی کلا ولسوالۍ کې د HIMARS یوه برید «د لوړې سطحې د طالب مشرانو د قوماندې او کنټرول یو مرکز» وویشت.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500