هلمند -- د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو قول اردو په یوه اعلامیه کې وویلچې افغان ځانګړیو ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ په هلمند ولایت کې یو عملیات ترسره کړ، او په ترڅ کې یې د طالبانو له بند څخه لږ تر لږه ۱۰۵ تنه ملکيان راخوشې کړل.
اعلامیې د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۰ مه/ وویل، چې کمانډو دغه عملیات د کجکي ولسوالۍ په سره کارېز او ده بابي کلیو کې ترسره کړل.
اعلامیه زیاتوي، چې په ازاد شویو کسانو کې ۵ ښځې هم شاملې وې.
د اعلامیې په اساس، امنیتي ځواکونو ۴ تنه یاغیان ووژل او یو بل یې ونیو، او زیاته یې کړه چې هغوی همدارنګه د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ موټرسایکلونه هم ونیول.
طالبانو سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.