ننګرهار-- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې د طالبانو یو محلي قوماندان په ننګرهار ولایت کې په داسې حال کې چې په یوه ښځه یې د جنسي برید هڅه کوله وویشتل او ووژل شو.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د میرویس په نامه اورپکي (چې په غوبلي هم مشهور وو)، هڅه وکړه چې په غني خیلو ولسوالۍ کې یوه کور ته، چې ښځه په کې وه، ورننوځي.
اعلامیه وایي، چې د کور مالک میرویس وویشت او ویې واژه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې میرویس د غني خېلو په بېلابېلو برخو کې په لویو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.