د ننګرهار مقاماتو د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ۳ ماشومانو د وژل کېدلو پړه پر داعش ور واچوله

سلام ټایمز

ننګرهار -- د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۴ مه/ په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۳ ماشومان ووژل.

د اعلامیې په اساس، دغه پېښه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځته شوه، او دغه ماشومانو د ۱۲ او ۱۳ کالو تر منځ عمرونه لرل.

هېڅ ډلې د پېښې د مسؤلیت اخیستنې ادعا نه ده کړې خو محلي مقاماتو یې پړه پر داعش وراچولې ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500