کابل په ایران کې د ۵ کلنې افغانې ماشومې د ادعا شوي ډله ییز جنسي تېري پېښه څېړي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې افغان حکومت د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳ مه/ په ایران کې د درې سړیو له خوا د یوې ۵ کلنې افغان ماشومې د ادعا شوي جنسي تېري څېړنه پیل کړه.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، درې سړیو یاده نجلۍ په اصفهان ښار کې د هغې د کور له مخې څخه وتښتوله او بیا یې پرې جنسي تېری وکړ.‌

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت دغه پېښه غیرانساني وبلله او له ایراني چارواکو څخه یې وغوښتل چې مجرمان د عدالت منګولو ته ورکش کړي.

د وزارت یوه سلاکار حفیظ احمد میاخېل وویل، «د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له ایراني چارواکو څخه غواړي چې دغه غیرانساني او وحشیانه پېښه په جدي توګه وڅېړي او مجرمانو ته قانوني سزا ورکړي،»

ډاکترانو دغه جنسي تېری تایید کړ. د نجلۍ د کورنۍ په وینا، هغه له روغتون څخه بېرته کور ته ستنه شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500