افغان هوایي ځواک په لومړي ځل په بدخشان کې له هوا څخه عاجل تأمینات وکړل

سلام ټایمز

کابل -- د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک یوې هوایي عملیې په لومړي ځل د جمعې په ورځ‌ /د غبرګولي ۱۱ مه/ په بدخشان ولایت کې د جنګي موادو عاجل تأمینات وکړل.

اعلامیې د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۵ مه/ وویل، عملیې افغان ملي پولیسو او هغو ځایي اوسېدونکو ته، چې په دغه ولایت کې د طالب اورپکو پر ضد جنګ کوي، له غوښتنې څخه په شپږو ساعتونو کې دننه نژدې ۱۰۰۰ پاونډه مهمات پلان، تیار کړل او ور ویې رسول.‌

د اعلامیې په اساس، محلي ځواکونو ټول مهمات ترلاسه کړل، او هغوی یې د دې وړ کړل چې جنګ ته دوام ورکړي.‌

د افغان هوایي ځواک د تأمیناتو یوه آمر ډګرمن فروتن وویل، «په تېر وخت کې، مونږ داسې څه نه لرل چې عسکر پرې حمایه کړو. اوس چې کله زمونږ عسکر له کوم ډول ستونزې، په ځانګړې توګه د مهماتو له کمي، سره مخامخ شي، مونږ تیار یو چې حمایه یې کړو، او دا د طالبانو لپاره بد خبر دی.»

افغان هوایي ځواک د منظمو هوایي تأمیناتو ماموریتونه له تېر چنګاښ میاشتې راهیسې د امریکایي مشاورینو په هدایت سره شروع کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500