په بغلان کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې مرکز کې بمي چاودنې ۲ کسان ووژل

ای اېف پي

کندوز -- چارواکو وویل، چې یوه بم د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۶ مه/ د افغانستان په شمال کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د ولایت ویاند محمود حقمل ای اېف پي ته وویل، چې بم د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه ښوونځي کې، چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکز په توګه کارول کیږي، ځای پرځای شوی وو.

هغه وویل، «یو پولیس افسر او یو د انتخاباتو د کمېسیون کارمند ووژل شول، او دوه پولیس ټپیان شول،»

هیچا هم مسؤلیت نه دی منلی، خو طالبانو او داعش ژمنه کړې وه چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات، چې د تلې د ۲۸ مې لپاره یې مهالوېش ټاکل شوی دی، مختل کړي.‌

د غوایي په ۲ مه،‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له مرکز څخه بهر ځان وچاوه،‌چې ۶۰ کسان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

تر سې شنبې /د غبرګولی ۱۵ مې/ پورې، له ۵.۲ میلیونو څخه ډېرو رایه ورکوونکیو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره، چې د رایه ورکوونې لپاره د چمتووالي څارنه کوي، نومونه ثبت کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500