د کورنیو چارو وزیر: امنیتي ځواکونو له وري میاشتې راهیسې له ۲۵۰۰ څخه د ډېرو بریدونو مخه نیولې ده

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ولسي جرګې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو ۱۱ اونیو کې په هېواد کې له ۲۵۰۰ څخه ډېر احتمالي بریدونه شنډ کړي دي.‌

برمک ولسي جرګې ته وویل، «ستاسو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وري د میاشتې له پیل راهیسې له ۲۵۰۰ څخه ډېر بریدونه، چې یاغیانو پلان کړي ول، شنډ کړي دي،»

د برمک په وینا، ښایي چې طالبان ولسوالۍ ونیسي خو ساتلی یې نشي.‌

د غوایي په ۱۹ مه، امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د بلچراغ ولسوالۍ کنټرولیوه ورځ وروسته له هغه بیا ترلاسه کړ چې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500