کونړ -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۶ مه/ په کونړ ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۲ اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د څوکۍ ولسوالۍ په پلار دره سیمه کې وشول.
اعلامیه زیاتوي، چې هېڅ ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۷ مه/ هغه وخت، چې هغه د غبرګولي له ۲۲ مې څخه تر یوې اونۍ پورۍ د طالبانو پر ضد د یو اړخیز اوربند اعلان وکړ، د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو پر ضد د پوځي فشار پر دوام ټینګار وکړ.