مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي ځواک په فاریاب ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړل او لږ تر لږه ۱۳ تنه طالب اورپکي یې ووژل.
اعلامیه وایي، چې ځمکني او هوایي عملیات د دولت اباد ولسوالۍ په فیروزاني کلي او ځنګل باغ سیمه کې ترسره شول.
هغه زیاتوي، چې ۷ تنه نور اورپکي ټپیان هم شول.
دغه هوایي برید مخکې تر دې وشو چې ولسمشر اشرف غني هېواد ته د سولې د راوستلو د هڅو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ یو اونیز یو اړخیز اوربند اعلان کړ.