|

امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې لوی برید شنډ کړ

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱ مه/ په ننګرهار ولایت کې یو احتمالي ویجاړوونکی برید شنډ کړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په جلال اباد کې د پوهنې ریاست سره نژدې مخکې له هغه خپل چاودېدونکي مواد وچول چې امنیتي ځواکونو دوه نور اورپکي ووژل.‌

امنیتي ځواکونو همدارنګه یو نژدې ولاړ موټر، چې په چاودېدونکیو موادو باندې بار وو، له چاودېدنې څخه مخکې شنډ کړ.

د اعلامیې په اساس، په ځانمرګي بمي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ټپیان شول.‌

سمدلاسه هېڅ اورپکې ډلې مسؤلیت نه دی منلی، خو محلي چارواکو پړه پر داعش ور اچولې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 0

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

تکړه طالب جنګیالیو ته په ایران کې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو لخوا بې مخینې روزنه ورکول کیږي

د ایران ځانګړي ځواکونه 'تکړه او وتلو' طالب جنګیالیو ته د تهران د حکمونو او غوښتنو د عملي کولو په بدل کې د شپږو میاشتو په مخه روزنه ورکوي.‌

د رایو شمېر

ایران د افغانستان په چارو کې څومره لاسوهنه کوي؟‌

نتایج وګورئ