امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې لوی برید شنډ کړ

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱ مه/ په ننګرهار ولایت کې یو احتمالي ویجاړوونکی برید شنډ کړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په جلال اباد کې د پوهنې ریاست سره نژدې مخکې له هغه خپل چاودېدونکي مواد وچول چې امنیتي ځواکونو دوه نور اورپکي ووژل.‌

امنیتي ځواکونو همدارنګه یو نژدې ولاړ موټر، چې په چاودېدونکیو موادو باندې بار وو، له چاودېدنې څخه مخکې شنډ کړ.

د اعلامیې په اساس، په ځانمرګي بمي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ټپیان شول.‌

سمدلاسه هېڅ اورپکې ډلې مسؤلیت نه دی منلی، خو محلي چارواکو پړه پر داعش ور اچولې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500