غني: افغان هوایي ځواک به ژر ۵۰ نورې څرخکې ترلاسه کړي

سلام ټایمز

کندهار -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲ مه/ په کندهار کې وویل، تمه ده چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ژر افغان اردو ته ۵۰ نورې څرخکې ورکړي.‌

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، غني دا خبرې د ۲۰۵ اتل قول اردو افسرانو او منسوبینو ته په وینا کې وکړې.‌

د دفاع وزارت په وینا،‌افغانستان ۱۳ وزره یو اېچ - ۶۰ بلیک هاک څرخکې لري،چې دا وخت له ۸ څخه کار اخیستل کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500