د پاکستان د پوځ لوی درستېز او غني په کابل کې د امنیت په هکله خبرې اترې وکړې

سلام ټایمز

کابل -- د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲ مه/ د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په کابل کې ولیدل چې د خپلو هېوادونو د امنیت په هکله سره خبرې اترې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواوو د سولې لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل د پلان د تطبیق، د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د سلواغې په میاشت کې باجوه له کابل څخه لیدنه وکړه چې له جیګپوړو سیمه ییزو پوځي مشرانو او همدارنګه د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل سره وګوري.

جیونیوز راپور ورکړ، چې د پاکستان د خارجه دفتر ویاند ډاکتر محمد فیصل د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۹ مه/ په یوه اعلامیه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ د اختر په ترڅ کې اعلان شوي اوربند ته په اشارې سره «په افغانستان کې د سولې د وروستیو نوښتونو» لپاره د پاکستان په ملاتړ تاکید وکړ.‌

هغه وویل، «مونږ په ځانګړې توګه د ټولو هغو هڅو، چې د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو په موخه ترسره کیږي، ملاتړ کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500